د بېړنیو عملیاتو د مرکز ریاست
موخه:
د بېړنیو عملیاتو د مرکز ریاست په ټول هېواد کې د پېښو په همغږۍ، مدیریت او چټکې ځواب وینه کې اساسي رول لري. دغه اداره د عالي کمېسیون د غونډو په ترسره کولو، له ولایتونو څخه د راپورونو راټولولو، او له اړوندو ارګانونو سره د دوامداره اړیکو له لارې زیانمنو خلکو ته د چټکې او اغېزمنې رسېدنې زمینه برابروي.
د دې ریاست مهمې دندې د مرستو راجلبول، د بېړنیو سرچینو وېش، د مصوبو له پلي کېدو څارنه او اړوندو مقاماتو ته د راپورونو او وړاندیزونو وړاندې کول دي. د دې ریاست اساسي موخه د تلفاتو او خساراتو کمول او د بیړنیو حالاتو پر مهال د چټکې ځواب وینې ډاډ ترلاسه کول دي.
اساسي دندې:
- له پېښو سره د مبارزې د دولتي عالي کمېسیون او له پېښو سره د مبارزې د دولتي عالي کمېسیون د دارالانشاء د غونډو همغږي کول؛
- د اړوندو ارګانونو څخه د اړوندو معلوماتو راټولول، د اجنډا ترتیب او د غونډې لپاره د کمېسیون غړو ته بلنه ورکول؛
- د غونډې د راپور اخیستل، توحید او تکثیر او له دې وروسته د عالي کمېسیون د رئیس تر لاسلیک وروسته اړوندو مراجعو ته یې لېږل؛
- د کمېسیون د مصوبو او پرېکړو د پلي کیدو د څرنګوالي د تعقیب لپاره د دولتي عالي کمېسیون د دارالانشاء د غونډو د ترسره کولو همغږي کول؛
- د مرکز او د هېواد له ۳۳ ولایتونو څخه د راپورونو ترلاسه کول او د چټکو او بېړنیو اقداماتو په موخه مسؤلو مقاماتو ته وړاندې کول؛
- د ۲۴ ساعته نوکریوالۍ له لارې د دې ادارې د ولایتي ریاستونو او مرکز ترمنځ ښه همغږي رامنځته کول؛
- د دولتي او غیر دولتي سکتورونو د استازو لخوا په مرکز او ولایتونو کې د موجوده امکاناتو معرفي کول؛
- د اړوندو مراجعو له لارې په مرکز او ولایتونو کې د مرستو یوځای کول؛
- د عالي کمیسیون د ریاست د مقام دفتر ته د دارالانشا د غونډو د اجرااتو د څرنګوالي په اړه کتبي ډاډ ورکول؛
- په بېړنیو حالاتو کې د ولایتي کمېسیونونو د غونډو د جوړولو په اړه د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له ریاستونو سره همغږي کول؛
- د پېښو او بیړنیو حالاتو پر مهال د اړوندو ارګانونو تر منځ د پر وخت ځواب وینې لپاره همغږي رامنځته کول؛
- له ولایتونو څخه د پېښو له امله د رامنځته شویو تلفاتو او زیانونو د ارقامو راټولول؛
- د پېښې له امله زیانمنو ته د بېړنۍ ځواب وینې په اړه ډاډ ترلاسه کول؛
- د بېړنیو اجرااتو لپاره له ولایتونو څخه د رالېږل شویو مالي اسنادو څېړنه کول ؛
- د پېښې پر مهال او په بېړنیو حالاتو کې د ولایتي ریاستونو غوښتنو ته رسېدنه؛
- د ۳۴ ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییسانو او نوکریوالانو څخه د مکتوب، ایمیل، ډیجیټل تیلیفون، شخصي تیلیفونونو، ټولنیزو پاڼو (فیسبوک، وټس اپ و....) له لارې د راپورونو ترلاسه کول او د بېړنیو عملیاتو د مرکز په ډیټابیس کې یې ثبتول؛
- په ټولو ولایتونو کې د شته امکاناتو د معلوماتو راټولول؛
- د ذیصلاح مقاماتو له دفترونو سره د معلوماتو شریکول؛
- د ولایتونو له اړتیاوو سره سم زیانمنو ته د رسېدنې او ځواب وینې لپاره د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییسانو له لارې د اړوندو ولایتونو د والیانو لاسلیک ته د وړاندیزونو لېږل؛
- د دې ریاست له لارې اړوندو ولایتونو ته د پیسو او نورو مواردو د انتقال د حکم د اخیستو لپاره له پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون ته د وړاندیزونو ترتیب؛
- د مرکز او ولایتونو زیامنتیا ته په کتو د بېړنیو پیسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو د ونډې وېش؛
- د بېړنۍ ځواب وینې په پار له پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون ته د وړاندیزونو وړاندې کول؛
- د پېښو له امله د زیانمنو لپاره د مرستندویه کڅوړو منسجم کول.
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .