د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۴ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت د مزارشریف ښار د بېلا بېلو ناحیو اړوند ۹۴ زیانمنونکو, معلولینو, مستحقو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره