د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۰
news image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SFL-WFP، IOM سازمانونو او د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په زاري او چمتال ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۶۰ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د SFL-WFP سازمان له لوري ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، یو کیلو مالګه او هغو کورنیو ته چې په هغه کې شېدې خوړونکي ماشومان، شیدې ورکوونکې میندې او حامله میندې شتون درلود ۱.۵ کیلو پلمپي او ۳ کیلو مالګه د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې لخوا یوه د ژمنیو توکو او یوه روغتیایي بسته او د IOM سازمان له لوري یوه تخته کمپلې، ۱ عدد سولري څراغونه، ۱ د پخلنځي کیټ او همدارنګه یوې کورنۍ ته چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی وو یو باب خېمه هم ووېشل شوه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۸ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .