د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹,۵۱,۲۳۰ افغانۍ نغدي مرسته وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۲:۱۱
news image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست د AKAH مؤسسې په مالي ملاتړ، د دهنه غوري ولسوالۍ ۱۴ هغو کورنیو ته چې د سېلابونو له امله یې کورونه زیانمن شوي و، د خپلو کورونو د بیا رغونې لپاره هرې کورني  ته ۶۷,۹۴۵ افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
دغه مرستې چې ټولټال ۹,۵۱,۲۳۰ افغانۍ جوړېدې، د یاد ریاست، د ولسوالۍ او د مؤسسې استازو په حضور کې وویشل شوې. ټاکل شوې ده چې د بیا رغونې د کار د پرمختګ په اساس به پاتې قسطونه هم ورکړل شي.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د خوښۍ څرګندونه وکړه او له دې ګام څخه یې مننه وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۸
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۲۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سېلاب ځپلو کورنیو ته د ۳۰۰ کورونو کیلي وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان موسسې (AKAH) ترمنځ لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یادې موسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتيکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۲ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ناروې کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پکتيکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸۴ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري توګه را اېستل شویو ۹۸۴ کورنیو ته د یاد ولایت په چهلگزی، قیصار، المار، پشتون‌کوټ او خواجه‌موسی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .