د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارګو ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۳۵
news image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارګو ولسوالۍ په تاقلک کلي کې د سېلابونو د خطرونو او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د استنادي دېوال جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې کېښوده.
دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، د هېواد له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د انجنیرانو لخوا په تاقلک کلي کې د زیانمنونکو سیمو سروې ترسره شوې وه، چې یاده سیمه د سېلابونو له خطر سره مخ پېژندل شوې وه او اوس مهال د یو میلیون او یو سل او اتیا زرو (١،١٨٠،٠٠٠) افغانیو په ارزښت په یاد کلي کې د استنادي دېوال جوړولو د پروژې کار عملآ پیل شو. 
د یادونې وړ ده، چې د سیمې خلکو له دې پروژې څخه خوښي څرګنده کړه او د نظام د بقا او ثبات لپاره یې دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/٣/٢٨ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۱۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د نه لکه یو څلوېښت زره نه سوه او نه څلویښت (۹۴۱,۹۴۹) امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ژغورنې نړیوالې کمېټې د مرستېال او د پروګرامونو د مسؤل بوستان فهیم، د نړیوالو اړیکو د مسؤل احمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱
Background image

د نورستان په وانت ولسوالۍ کې د سربند او محافظوي دیوال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي 

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي او مسلکي پلاوي، د یاد ولایت د وانت ولسوالۍ په شنیګل کلي کې د سربند او محافظوي دیوال جوړېدو د پروژې له روانو چارو څخه، چې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۸
Background image

د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د فرعي سړک د پاکولو چارې بشپړې شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د ترویج درې فرعي سړک د پاکولو او بېرته فعالولو چارې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .