د ارزګان ولایت اړوند ۵۵۰ زیانمنو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

ارزګان- د وږي ۱۳مه-۱۴۰۱
د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۵۵۰ کورنۍ چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو غنم او ۲ بابه خیمې ووېشلې.