په پکتیکا ولایت کې ۱۴ بېلا بېل ډول ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هغمږۍ له مخې، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې د یاد د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې ۱۴ بېلا بېل ډول ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل.
دا ناچاوده توکي له تېرو جګړو پاتې شوي وو او د کارولو وړ نه وو، خو د سیمې د خلکو لپاره یې ګواښ رامنځته کړی و چې د ماین پاکي عملیاتو په ترسره کولو سره په خوندي ډول له منځه یووړل شول او د خلکو ځان او مال خوندي پاتې شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره