خبرداری!

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۳۷
image

د معتبرو نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان په ځینو سیمو کې د خاورو او دوړو د توپان وړاندوینه

د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له ۱۴مې نېټې (چهار شنبه) څخه د زمري تر ۱۶مې نېټې (جمعه) پورې!

- د خاورو او دوړو توپان د وضعیت:
تمه ده چې، د وړاندوینې په موده کې د هېواد سوېل لویدیځ ولایتونه په ځانګړي ډول نیمروز، هلمند او کندهار د خاورو او دوړو د توپان له خطر سره مخ شي.
 دغه وضعیت به د هوا کیفیت په جدي ډول اغېزمن کړي.
په دې حالت کې، په هوا کې د PM 2.5  میده ذراتو غلظت د پام وړ زیاتېږي، که د دغو ذراتو غلظت په دوامدره توګه له ۱۵ مایکروګرام پر متر مکعب (µg/m³) څخه لوړ شي، د انسان روغتیا لپاره زیان‌رسوونکی ګڼل کېږي.

د وړاندوینې له مخې، په یادو سیمو کې د PM 2.5  غلظت ښایي له ۳۰۰ مایکروګرام پر متر مکعب (µg/m³) څخه هم د لنډ وخت یا ساعتونو لپاره لوړ شي، چې په نقشه کې د تیاره سور او تیاره جیګري رنګونو په وسیله ښودل کېږي او د هوا د کیفیت ډېر خطرناک حالت څرګندوي.

تمه ده چې، د طوفان شدت نن(چهار شنبه) او سبا (پنجشنبه)په نښه شویو سیمو کې تر نورو ورځو زیات وي.
په داسې ورځو کې، د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسئ:

۱. د تنفسي سیستم ساتنه:
* مناسب ماسک لکه N95 وکاروئ، ترڅو د دوړو او خاورو ذرات سږو ته داخل نه شي.
* که ماسک نه لرئ، د خولې او پزې د پټولو لپاره لمده دستمال یا لمده ټوکر وکاروئ.
۱. په کور یا خوندي ځای کې پاتې کېدل:
 • ژر تر ژره یو تړلي او خوندي ځای (لکه کور، موټر یا ودانۍ) ته لاړ شئ.
* دروازې او کړکۍ په بشپړه توګه وتړئ او ټول درزونه د ټوکر په وسیله بند کړئ.
۱. که په موټر کې یاست:
* که لید ډېر کم شوی وي، موټر ودروئ.
* د خطر څراغونه (Hazard lights) روښانه وساتئ.
* کړکۍ وتړئ او د هوا سیستم د داخلي دوران (Recirculate) په حالت کې تنظیم کړئ.
۱. د سترګو او پوستکي ساتنه:
* د لمر عینکې یا د سترګو محافظ وکاروئ.
* تر ممکنه حده پوستکی د اوږدو لستوڼو جامو، شال یا خولۍ په وسیله پټ کړئ.
۱. که تنفسي ناروغي لرئ، درمل له ځان سره ولرئ:
* که د سالنډۍ (آسما)، الرجۍ یا نورو تنفسي ناروغیو ستونزه لرئ، خپل درمل (لکه تنفسي سپرې) تل له ځان سره وساتئ.

- له طوفان وروسته:
* هڅه وکړئ تر هغه وخته له خوندي ځایه ونه وځئ، څو چې دوړې او خاورې کښیني.
* خپل بدن او کارېدونکي وسایل په اوبو او صابون ښه ومینځئ، ترڅو د دوړو ذرات پاک شي.
لیادونه:
له ۱۵ مایکروګرام/م³ څخه لوړ غلظت د انسان روغتیا ته زیان رسوونکی بلل کېږي، او له ۳۰۰ مایکروګرام/م³ څخه لوړ غلظت ډېر خطرناک حالت ښيي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علینګار او دولت شاه ولسوالیو کې د پېښو د خطرونو کمولو د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړل او د بېړنۍ ځواب وینې تجهیزات یې جوړو شوو کمېټو ته وسپارل

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، د علینګار او دولت شاه ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې د ټولنې پر بنسټ د پېښو د خطر د کمولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۳۷
Background image

خبرداری!

د معتبرو نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان په ځینو سیمو کې د خاورو او دوړو د توپان وړاندوینه

د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له ۱۴مې نېټې (چهار شنبه) څخه د زمري تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۲۰
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بولدک ولسوالۍ کې د پنځو وقایوي پروژو پلي کولو کار پیل کړ 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي له لوري د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره د همغږۍ پر بنسټ، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .