په کابل کې د هندوستان سفارت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره د ۶۰ بستې خوراکي توکو او ۵۰ باب خېمو مرسته وکړه
نن سهشنبه، په کابل کې د هندوستان هېواد سفارت د بشردوستانه همکاریو او د زیانمنو شویو د ملاتړ په موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره د ۶۰ بستې خوراکي توکو او ۵۰ باب خېمو مرسته وکړه.
په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، مۍ، دال، بوره، مکروني، صابون، د لوښو مینځلو مایع او بسکېټ شامل دي، چې په مرستندویه پروګرامونو کې د کارولو او د قدرتي پېښو له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې په موخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې ته ورکړل شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې مسؤلینو د هندوستان سفارت د همکاریو او بشردوستانه مرستو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې دغه ډول مرستې د قدرتي پېښو زیانمنو شویو ته پر وخت او اغېزناکه ځواب وینې د بهیر په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
نېټه: ۱۴۴۸/۰۲/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
