په بلخ ولایت کې د ۲۰۴ بې‌وزله کورنیو لپاره د پېښو خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره او خوراکي توکي ووېشل شول

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۲:۳۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، په بلخ ولایت کې د دغه ادارې ولایتي ریاست ۲۰۴ بې‌وزله او زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې او د پېښو خطرونو په اړه یې د پوهاوي ورکولو پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې د دې ترڅنګ چې یاد شمېر هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې، او همدارنګه د پېښو د خطرونو کمولو، د زلزلې، اورلګېدنې او سېلاب پر مهال د شخصي او ټولنیز خوندیتوب په اړه پوهاوی ورکړل شو، چې اټکل کېږي په غیر مستقیم ډول به ۱۴۲۸ کسانو ته دغه پوهاوی ورکړل شي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۱/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په لغمان ولایت کې په اجباري توګه د اېستل شوو کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

نن ورځ چهارشنبه د سهار په ۶:۰۰ بجې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، له تورخم وروسته لغمان ولایت ته سفر وکړ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۲۱:۲۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې معیاري  ځانګړې کمپ (پنډغالې) رسماً افتتاح کړ    

نن د سه شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د تورخم په سیمه کې د دې ادارې معیاري پنډغالې په تورخم کې د عمري کمپ مسؤول, محمد هاشم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۶:۲۱
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٧٥ کورنیو ته د حفظ الصحې او اوبو کېټونه ووېشل

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ٢٧٥ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د حفظ الصحې او اوبو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .