ننګرهار ولایت بټی کوټ ولسوالي کي د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست چتر لاندی سلګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوه.

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۰:۴۹
news

ننګرهارــــ۱۴ربیع الثاني۱۴۴۴
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو اداری له لوری ددی ریاست په همغږی بټی کوټ ولسوالي اخندزاد ګان، کوز دامان، علی خیل، سپیرکی او بچکی کلیو اړوند د خوا شا ۱۶۰۰ مترو کاریز پاکوالی، ترمیم او ۱۰۰۰۰ مترو کانالونو د پاکولو چاری عملا" پیل شوی چی د راآ (RRAA) اداری منطقوی مشر ښاغلی فضل په وینا ذکر شوی کارونه به د دوو میاشتو په جریان کي پاي ته ورسیږی چي سلګونو تنو ته به د کار زمینه هم مساعده شي نوموړی زیاته کړه چي همدی پروژی لاندی به ډیر ژر پیښو پر وړاندی چمتووالي ریاست په مرسته، کوټ ولسوالی کي هم سلګونو تنو ته د کار زمینه  مساعده شي.
په کار لږیدلو خلکو  په استازولي د اخوندزاد ګانو کلي مشر محمد ایوب د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندی چمتووالی ریاست او راآ اداری څخه د مننی تر څنګ  خوشحالی څرګنده کړه چي دوي ته یی ذکر شوی پروژی په راوړلو کي هلی ځلی ترسره کړی.
په اخره کي د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست استازی د ذکر شوي مؤسسي د استازو څخه مننه ترسره کړه او یادو کلیو اوسیدونکو ته په اشاری وویل چي نوموړي پروژي په تطبیق کی د زړه له تله خواري او کوښښ ترسره کړی ځکه چي ګټه يي د سیمی ټولو اوسیدونکو ته ده.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .