له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د EPTDO مؤسسې له رئیس سره وکتل
نن یکشنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د EPTDO مؤسسې له رئیس عبدالهادي اچکزي، د پروژو له مدیر خبیب احمد کاکړ، د پروژې له مرستیال صدیقالله صدیقي او د یادې مؤسسې د اړیکو له مدیر حمیدالله ابراهیم سره وکتل.
محترم ترابي صاحب له مؤسسو سره دوامدارې اړیکې درلودل د دې ادارې لپاره یو نیک او مهم ګام وباله او ویې ویل چې ل د نوي میلادي کال لپاره خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه، چې په اصل کې د خلکو اساسي اړتیاوې دي، ترتیب کړي دي، تر څو مؤسسې وکولای شي دا اړتیاوې د تمویل کوونکو لپاره د خپلو لومړنیو طرحو په چوکاټ کې وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه چې له یوې خوا باید مرستې د خلکو له واقعي اړتیاوو سره سمون ولري او له بلې خوا ځانګړې شوې بودجه په خپل مناسب ځای کې ولګول شي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې که څه هم خوراکي او غیرخوراکي مرستې مهمې دي، خو بنسټیزې پروژې د دې ادارې د کاري لومړیتوبونو په سر کې شتون لري، ځکه دا ډول پروژې کولای شي د پېښو له امله د زیاتو ویجاړیو مخه ونیسي.
په همدې حال کې، د EPTDO مؤسسې رئیس عبدالهادي اچکزي د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې یاده مؤسسه تر ډېره د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو په برخه کې فعالیت کوي؛ خو په ځینو مواردو کې یې د پېښو د مدیریت په برخه کې هم فعالیتونه ترسره کړي دي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې د پروژو د طرحو پر مهال د اړوند سکتور لومړیتوبونه، شفافیت او د ټولنې عیني واقعیتونه په پام کې نیسي او د نړیوالو کنفرانسونو پر مهال د افغانستان ريښتنی وضعیت له تمویل کوونکو سره شریکوي او د هېواد د خلکو په ګټه د لا زیاتو بودجو د جلبولو لپاره هڅې کوي.
ښاغلي اچکزي په پای کې وویل چې هڅه به وکړي تر څو د یادې ادارې له لوري شریک شوی د لومړیتوبونو او اړتیاوو لړلیک د پروژو په لومړنیو طرحو کې د تمویل کوونکو لپاره په پام کې ونیسي.
نېټه:۱۴۴۷/۸/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
