له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د ۱۲۶۹ زیانمنو شویو کورنیو لپاره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۲
news image

نن د چهارشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کابل ولایت ده‌سبز ولسوالۍ ته ولاړ او د وروستیو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو له امله د ۱۲۶۹ زیانمنو شویو کورنیو لپاره یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ.
محترم ترابي صاحب له زیانمنو خلکو سره د خواخوږۍ ترڅنګ وویل، چې زموږ هڅه دا ده چې د وقایوي پروژو د پلي کولو له لارې د هېواد په کچه د پېښو له امله د زیانمنتیا کچه راکمه کړو. د همدې موخې لپاره، دا مهال د ده‌سبز  ولسوالۍ په ګډون، د کابل په ټولو ولسوالیو او همدارنګه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې وقایوي پروژې یا خو پلي شوې دي او یا د پلي کېدو په حال کې دي. نوموړي زیاته کړه چې دا لړۍ به د اسلامي امارت او همکارو مؤسسو له امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره دوام ومومي.
د ادارې لوی رئیس همدارنګه وویل، چې د دې ډول مرستو لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ولري، او که چیرې خلک پېښو ته د رسېدنې په برخه کې له کومې ستونزې سره مخ شي، کولای شي د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته د مرستې لپاره مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، یوه تخته کمپله، څلور کلچې صابون او ۳۰ پاکټه د اوبو د تصفیې ټابلیټونه ووېشل شول.
په همدې مهال، د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي له شتون او خواخوږۍ څخه د زړه له کومې مننه وکړه، د دغو مرستو له وړاندې کولو څخه یې خوښي وښوده او د اسلامي امارت مسؤلینو ته یې د خیر دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د خوست ولایت په مرکز کې چاودېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل.

د یادو عملیاتو په پایله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د خوست ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د بېلا بېلو سیمو اړوند ۸۵۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۷۹ زلزله ځپلو کورنی ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزي امادګۍ ملي اداري او د اسلامي هوسایني نړيوالي موسيسي ( IRW )  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .