له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د سرپنا کلستر د همغږي کوونکو سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۶:۳۳
تصویر خبر

نن ورځ د سي شنبې سهار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د سرپناه کلستر همغږي کوونکو سوسن ساد او ایرین موتیو او د دغه کلستر د همغږي کوونکي د مرستیال محمد هاشم نیازی سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
محترم ترابي صاحب د سرپناه کلستر پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې له هغو مؤسسو سره همکاري زموږ دنده ده چې په هر ولایت کې په هره برخه کې د خلکو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه چې مؤسسې باید د خلکو اړتیاوو ته په پام سره او په متوازن ډول زیانمنو کسانو او اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي. ترابي صاحب وویل: موږ به له تاسو سره همکاري وکړو، او تاسو له موږ سره همکاري وکړئ، ترڅو د هېواد خلکو ته په ښه توګه خدمتونه وړاندې کړو.
په همدې حال کې، د IOM د سرپناه کلستر همغږي کوونکې سوسن ساد وویل چې مرستې د بېلابېلو کټګوریو له مخې په بېلابېلو سیمو کې لومړیتوبونو ته په کتو وېشل کېږي. هغې زیاته کړه چې د خورا سړو سیمو، د سېلاب ځپلو او پېښو له امله زیانمنو کسانو، بې سرپناه راستانه شویو او د هغو خلکو لپاره چې ډېر په بېوزلۍ کې ژوند کوي، د هغوی لپاره لومړیتوب ټاکل شوی دی.
همدارنګه، د IOM سازمان د سرپناه کلستر مرستیال محمد هاشم نیازی د ادارې له سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل: موږ واقعاً له تاسو او ستاسو له مرکزي او ولایتي همکارانو څخه مننه کوو چې زموږ له ټیمونو سره یې بشپړه همکاري کړې ده. هغه د ژمي د مرستو په برخه کې د دې کلستر د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دوی پلان لري چې په روان ژمي کې ۱.۳ میلیونه کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسوي. له دې جملې څخه تر اوسه (۱۰۰,۰۰۰ ) یو لک کسانو ته مرستې رسېدلې دي. همدارنګه د دې پلان لپاره ۲۰.۹ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي، خو لا هم ۵۸.۲ میلیونه ډالر ندي ترلاسه شوي او هڅه کوو چې ترلاسه یې کړو او خپل پلان د روان کال تر پایه پلي کړو.
په ورته وخت کې، د UNHCR د سرپناه کلستر همغږی کوونکې ایرین موتیو وویل چې زموږ ټول شریکان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه خوښ دي. هغې زیاته کړه چې زموږ ټیمونه خپلې سروې ترسره کوي او د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ هغوی ته ژمنۍ مرستې لکه، د سون توکي، ژمنۍ تودې جامې او کمپلې ویشي.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۲۴ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۶:۳۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د سرپنا کلستر د همغږي کوونکو سره وکتل

نن ورځ د سي شنبې سهار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د سرپناه کلستر همغږي کوونکو سوسن ساد او ایرین موتیو او د دغه کلستر د همغږي کوونکي د مرستیال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۶:۱۴
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۳۷ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په مالی  ملاتړ، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو، راستانه شویو او زیانمنونکو ۴۳۷ کورنیو ته په یاد ولایت کې ژمنۍ مرستې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۳۴
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ۱۵۱ زیانمنو، اړمنو او بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۵۱ زیانمنو، اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې او تثبیت وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .