له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د دې ادارې له ولایتي مسؤلینو سره د هغوی د ستونزو په اړه آنلاین غونډه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۲۰:۵۳
news image

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ٣٤ ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو له رئیسانو او مالي مدیرانو سره پر وخت د هغوی د ستونزو او ننګونو د حل لپاره د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره آنلاین غونډه ترسره کړه. 
د دې آنلاین غونډې په پیل کې محترم ترابي صاحب وویل، چې د هېواد په جنوب کې یو شمېر ولایتونو ته زما د وروستي سفر په ترڅ کې څرګنده شوه، چې په ولایتي مستوفیتونو کې زموږ همکاران د مالي اسنادو د پړاوونو د بشپړولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي, نو د دې ننګونو او نورو ستونزو د حل په موخه مو دا غونډه ترسره کړه.
ورپسې د دې ادارې ولايتي مسؤلينو په وار سره د مالي اسنادو په برخه کې د خپلو ستونزو، د کارکوونکو د سفریو د نه حواله کېدو، د ترانسپورټي وسایلو د ترميم، د کارکوونکو لپاره د کاري وسايلو او نورو مهمو مسايلو په اړه خبرې وکړې او د يادې ادارې له محترم مقام څخه يې د دې ستونزو د حل غوښتنه وکړه او په مقابل کې یې د ولایتونو په کچه د رامنځته شویو نیمګړتیاوو د لرې کولو په اړه ژمنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست, د ولایتي مسؤلینو ټولو ستونزو په غور سره د اورېدو سره هم مهاله د ځینو موضوعاتو او ستونزو د حل لپاره مسؤلینو ته لارښوونې وکړې او د ځینو ستونزو په اړه یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې ژر تر ژره به حل شي.
په پای کې د ادارې سرپرست ووېل, چې د دې ادارې کارکوونکي باید د پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې ژر تر ژره زیانمنو شویو ته رسېدنه وکړي او د مالیې محترم وزارت او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام له لارې به د ولایتونو په کچه د هغوی په کارونو کې په ځانګړې توګه د مستوفیتونه په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې وکړي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۴ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

د پکیتا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دWFP  دفتر په ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د  بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خنجان ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له امله د تړل شوي عمومي سړک د بیرته خلاصولو چارې بشپړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د باجګاه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۱ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سروبي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .