له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس د اسلام قلعه په پوله کې له ایران څخه په اجباري توګه د را ایستل شویو کډوالو د لنډ مهاله استوګنې لپاره د دې ادارې لخوا د جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۲۲:۲۲
تصویر خبر

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس؛ محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات ولایت په اسلام قلعه پوله کې له ایران څخه په اجباري توګه د را ایستل شویو کډوالو د لنډ مهاله استوګنې لپاره د جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
محترم عالمیار صاحب د پنډغالي د لیدلو په ترڅ کې، له اړوند مسؤلینو څخه د پنډغالي د کار د پرمختګ د راپور د اورېدو ترڅنګ هغوی ته د پر وخت کار بشپړولو، د منظمو او اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو لپاره اړینې لارښوونې وکړې او همدارنګه یې هغوی له اجبارې ایستل شویو کډوالو سره نېک او مهربانه چلند ته وهڅول. 
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې، له مرستندویه بنسټونو څخه مننه وکړه او د کډوالو خدمت کول یې لوی اجر یاد کړ او ویې ویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې کارکوونکي ۲۴ ساعته خلکو ته د مرستو رسولو لپاره چمتو دي او د دې پنډغالي د جوړولو چارې په بشپړېدو دي  .

نیټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۵:۱۹
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۲ زیانمنو، بې سرپرسته او د معلولینو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  کورد اېډ مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د ینګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د سېلابي رسوباتو څخه د رخه ولسوالۍ د پیاوشت کلي د ښوونځي د پاکولو چارې ترسره شوې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیمې د اوسېدونکو په همکاري او د ولایت مقام په همغږۍ، د رخه ولسوالۍ د پیاوشت کلي د هلکانو د ښوونځي انګړ او ټولګي له هغو رسوباتو او خټو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۵۱
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, هغو ۱۹۵ کورنیو ته چې له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې, له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .