له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډافا ماین پاکۍ موسسې تر منځ د ۳۷۸,۲۰۶ (درې سوه اته اویا زره او دوه سوه شپږ) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۶:۲۶
news image

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس او سرپرست، الحاج مولوي محمد علم عالمیار د افغانستان د ماین پاکۍ موسسې (ډافا) له رئیس محترم الحاج عبدالوحید نوري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې محترمعالمیار صاحب ماینونه او ناچاوده توکي د خلکو پټ دښمن وبلل او د یادې موسسې له اوسنۍ پروژې چې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو په برخه کې پلي کېږي، هرکلی وکړ.
همداراز، د یادې موسسې رئیس، عبدالوحید نوري، د د دې ادارې له همکاریو خوښي وښوده او د اوسنۍ پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، ټاکل شوې ده چې د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو کې په ماینونو ککړې ځینې سیمې پاکې شي او خلکو ته یې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د ۳۷۸,۲۰۶ (درې سوه اته اویا زره او دوه سوه شپږ) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه. د دې تفاهم نامې له مخې به د کونړ ولایت په دره پیچ او وټه‌پور ولسوالیو کې ۴,۴۵۷,۶۲۸ (څلور میلیونه، څلور سوه اووه پنځوس زره او شپږ سوه اته ویشت) متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شي. همداراز، د سیمه‌ییزو خلکو لپاره به د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي او د بې‌وزله خلکو له لارې به د کرنیزو ځمکو د پیاوړتیا لپاره د اوبو کانالونه هم پاک شي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .