له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

نن سهار (دوشنبه)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه درېیمه تخنیکي غونډه، د پلان او پالیسۍ د رئیس، ملا محمد جاوید عباس، د نړیوالو اړیکو ریاست سرپرست، برهانالدین خان، د مقام دفتر د انسجام او همغږۍ آمر، عبدالرب مبارک، د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر، محمد یوسف حماد، د پروګرام مسؤله، عادله خالد، د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکو مسؤل، اون شیورت، د بیړنیو چارو مسؤل، منصفالله انوري، د GIS برخې مسؤل، موتاز او د دې ادارې د یو شمېر آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د ستراتیژیک پلان، فعالیتونو او نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث وکړ او د پروګرامونو ترسره کولو په برخه کې یې د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
همداراز، د خوړو نړیوال سازمان استازو د یاد سازمان د ژمنې یادونه وکړه، چې د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو د چټکتیا او د ښه خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګډ کار ته ژمن دي. هغوی ژمنه وکړه چې د تجهیزاتو برابرولو او د روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو لپاره به له نورو موسسو او تمویلونکو سره خبرې وکړي.
د غونډې په دوام کې، موتاز، د خوړو نړیوال پروګرام د GIS برخې مسؤل، د یاد سازمان د نویو مرستو د پروګرام په اړه پرزنتیشن وړاندې کړ.
په پای کې، دواړو خواوو د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا، د فعالیتونو په ترسره کولو کې د همغږۍ زیاتوالي او د طبیعي پېښو او د کاري سیمو په اړه د معلوماتو د تبادلې پر اړتیا ټینګار وکړ.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره