له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې تر منځ (۷۱۷۶۵۴) اوه سوه اولس زره شپږ سوه څلور پنځوس ډالرو په ارزښت دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه.
نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې د رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه مخکي د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي مؤسیسات باید په خپلو کارونو کي پوره شفافیت راولي ترڅو زیانمن سو کورنیو ته پر وخت مرستي ورسیږي.
همداراز ترابي صاحب وویل چي په هیواد کي زیاتي زیانمني کورنۍ شتون لري او باید ټولو ته مرستي ورسیږي او خصوصاً هغه کورنۍ چي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دیادي مؤسیسې رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل د یادي ادارې د رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه چي کارونو کي چټکتیا راویستلي ده او ژر تر ژره یې زموږ سره تفاهم نامه لاسلیک کړه.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د اوه سوه اوه لس زره شپږ سوه او څلور پنځوس (۷۱۷،۶۵۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه، چې له مخې به یې د نورستان په وایګل او نورګرام ولسوالیو، د ننګرهار ولایت په تورخم صفري نقطه او د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې او همدارنګه د کنړ ولایت په نوګل، څوکۍ او دره پیچ ولسوالیو کې د وچکالۍ او زلزلې له امله زیانمنو سویو کورنیو ته په لاندې برخو کې خدمتونه ترسره سي.
1. په کونړ ولایت کې د اوبو لپاره د 11 بیړنیو ذخیرو برابرول او نصبول.
2. په کونړ ولایت کې د یونسیف دفتر له خوا د اوبو رسولو په مرکزونو کې ۵۰۰۰ او ۲۵۰۰ لټره ظرفیت درلودونکو د اوبو ساتلو ۲۵ عدده د پلاستیکي ذخیرو نصبول.
3.د کونړ ولایت په ښوونځیو او کلینیکونو کې د اوبو رسولو ۴ شبکې ترمیمول.
4. د زلزلې له امله د زیانمنو سویو خلکو لپاره د ۱۷۰ تشنابونه جوړول.
5.د کنړ ولایت په اغېزمنو سویو سیمو کې د ۲۲۰ بیړنیو تشنابونو چې (له ترپال نه جوړ سوي) نصبول.
6. د کونړ ولایت په ښوونځیو او د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په مرکزونو کې د حفظ الصحې او صحت ۴ سیستمونو ترمیمول.
7.په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د اوبو د پاکولو د وسایلو او د حفظ الصحې ۷۰۰۰ بستو وېشل، چې د هر ولایت لپاره به معلوم شمېر بستې له سروې وروسته مشخصې سي.
8.د ننګرهار ولایت په تورخم صفري نقطه کې د کثافاتو د مدیریت لپاره د ۳۶۰ لیټره ظرفیت لرونکو ۱۰۰ فلزي کثافت دانۍ نصبول.
9.د کونړ ولایت په عام المنفعه کونیکسونو کې د ۵ سیټه حمامونو د آسانتیاوو نصبول.
10.په کونړ ولایت کې د کثافاتو د مدیریت لپاره د ۳۶۰ لیټره ظرفیت لرونکو ۵۰ پلاستیکي (پی وی سی) کثافت دانیو نصبول.
11.په کونړ ولایت کې د ۱۱۲ بیړنیو فلزي تشنابونو برابرول، انتقالول او نصبول او همدارنګه په یاد ولایت کې د ښځينیه تشنابونو او حمامونو ساحه په پردو پوښل او د پردو لپاره د پایو نصبول.
12.په کونړ ولایت کې د ۱۲۳ فلزي حمامونو نصبول، چې یاد حمامونه به د ۲۰۰ لیټره اوبو د ظرفیت ذخیره هم لري.
13. په کونړ ولایت کې د زیانمنوسویو خلکو په کمپونو، روزنیزو مرکزونو او د ګرځنده روغتیایي ټیمونو لپاره د ۶۰ سیټه لاس وینځلو آسانتیاوې نصبول.
14. په کونړ ولایت کې د صفا کارانو لپاره د ۲۰ نفري محافظتي کیټونو(PPE) بربرول.
15. په کونړ ولایت کې د تشنابونو د صفا کولو لپاره د حفظ الصحې موادو تهیه کول.
16. په کونړ ولایت کې د زلزلې له کبله د زیانمنو یویو خلکو په کمپونو کې د کثافاتو مدیریت کول.
17. زیانمنو سویو خلکو ته د حفظ الصحې په برخه کې د لازمو لارښوونو او مشورو غونډې ترتیبول.
نیټه: ۱۴۴۷/۵/۱۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
