له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسسې ترمنځ ټولټال د پنځه سوه اته زره او نه سوه څلور څلوېښت (۵۰۸،۹۴۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوه تفاهم نامې لاسلیک شوې

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسسې له اجرائیوي رئیس، محترم انجنیر عبدالحبیب تحریک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو دوه تفاهمنامې یې ورسره لاسلیک کړې.
محترم ترابي صاحب د تفاهمنامو ګټو ته په کتو وویل، چې موږ ډېره لېوالتیا لرو چې مرستې له لنډمهاله او سطحي بڼې څخه بنسټیزو او اوږدمهاله پروګرامونو ته واوړي، څو د خلکو په ګډون د زیربناوو د پیاوړتیا له لارې ولس ته د دوامداره ملاتړ زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړه، چې اداره چمتو ده څو له هغو مؤسسو او بنسټونو سره چې غواړي له خلکو سره په هره برخه کې مرسته وکړي، بې له ځنډه همکاري وکړي او لازمې زمینې ورته برابرې کړي.
په همدې حال کې، د موسسې اجرائیوي رئیس, محترم انجنیر عبدالحبیب تحریک، د یادې ادارې له دوامداره همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د تفاهمنامو مفاد به په شفاف، کره او چټک ډول پلي کړي.
په پای کې, دواړو لوریو ټولټال د پنځه سوه اته زره او نه سوه څلور څلوېښت (۵۰۸,۹۴۴) ډالرو په ارزښت د ګدو همکاریو دوه تفاهم نامې لاسلیک کړې, د لومړۍ تفاهم نامې له مخې چې ارزښت یې درې سوه دوه ویشت زره او نه سوه درې (۳۲۲,۹۰۳) ډالر دی، له مخې به یې د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسه د غزني ولایت په غزني ښار، او مقر او اندړ ولسوالیو، د لوګر ولایت په پل علم ښار او برکي برک او محمد آغه ولسوالیو، د پکتیا ولایت په ګردېز ښار او ځاځی، جانيخېل، زرمت او سیدکرم ولسوالیو ، او همدارنګه د خوست ولایت په خوست ښار او صبري، قلندر او موسیخېل ولسوالیو کې د سیمې د خلکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره کړي, تر څو هغوی د سیمه ییزو پرمختیایي پلانونو د طرحه کولو وړتیا ترلاسه کړي, کوم چې د UNDP سازمان غواړي په راتلونکو کلونو کې له خطر سره په مخ سیمو کې پلي کړي.
سربېره پر دې، په خوست، لوګر او پکتیا ولایتونو کې ۱۵ ورزشي میدانونه او درې ورزشي سیالۍ (تورنمنټونه) جوړېږي، او د خوست او پکتیا په ښارونو کې به د ښار د صفایۍ لپاره ۴۲۱ کثافت دانۍ ولګول شي.
د دویمې تفاهمنامې له مخې چې ارزښت یې یو سل او شپږ اتیا زره او یو څلوېښت (۱۸۶،۰۴۱) ډالر دی، یاده موسسه به په غزني ښار, د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ, د لوګر ولایت په پل علم ښار او د خوست ولایت په مرکز کې د ۱۰۵ هغو کسانو لپاره چې د کار نړیوال سازمان له مسلکي روزنیزو ورکشاپونو فارغان دي، د اقتصادي پیاوړتیا او د کار د وسایلو د برابرولو په موخه، هر یوه ته ۷۸۰ ډالر ورکړي. همدارنګه، د ۶۰ تداوي شویو روږدو کسانو لپاره د کوچنیو کسبونو د رامنځته کولو, د ورکشاپونو ترسره کولو او د کار وسایل برابرولو لپاره هر یوه ته به ۱,۳۴۲ ډالره مرسته ورکړل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ملي اداره