له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او د اړمنو خلګو نړیوالي مؤسسې ترمنځ د۶۱۲۰۰۰ شپږ لکه او دولس زره ډالرو په ارزښت دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ دو شنبه، له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د اړمنو خلګو نړیوالي مؤسیسې د معاون احسان الله نعیم او داړیکو مسؤل حمیدالله سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دیادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي مؤسیسات د اولس لپاره دبهر هیوادونو څخه مرستي راوړي او پرمستحقو کسانو یی ویشي او ددې مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی مننه وکړه چي په سختو شرایطو کي زموږ دزوریدلي اولس سره همکاري کوي.
او زیاته یې کړل چي دټولو مؤسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د ژمي په راتګ سره مرستي زیاتي کړي او په چټکۍ سره یی وویشي
د اړمنو خلګو نړیوالي مؤسیسې معاون احسان الله نعیم دیادي اداري دسرپرست څخه ځانګړي مننه وکړه او وویل چي ۲۲ کاله کیږي چي یاده مؤسیسه په افغانستان کي فعالیت کوي او دزراعت، پوهني او داوبو دکانالونو په برخه کي کار کوي.
دیادوني وړ ده چي د ۶۱۲۰۰۰ شپږ لکه او دولس زره ډالرو په ارزښت دغزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کي ۱۵۹۴ کورنیو ته دګرموونکو وسایلو او د سون توکو رانیولو لپاره د نغدو پیسو ویشل؛ هري کورنۍ ته به د۲۰۰ امریکایی ډالره معادل افغانۍ ورکول سي.
۲— د ۱۵۹۴ د کورنیو له جملې څخه ۷۹۷ کورنیو ته د ژمنیو ګرمو جامو رانیولو لپاره د نغدو پیسو ویشل؛ هري کورنۍ ته به د ۷۴ امریکایی ډالره معادل افغانۍ ورکړل شي.
۳— د ۱۵۹۴کورنیو له جملې څخه ۷۹۷ کورنیو ته د ګرمو کمپلو ویشل ؛ هرې کورنی ته به د ۵۷ دالرو معادل افغانیو په ارزښت ۵ تختې کمپلې ورکړل شي.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۴ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
