د قزاقستان هېواد ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته وسپارلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۵۵
news image

نن ورځ دوشنبه، د قزاقستان هېواد ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته وسپارلې. 
د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یادي ادارې د مالي او اداري لوی رئیس، مولوي محمد عالم علمیار، د نړیوالو اړیکو رئیس، مولوي عبدالرحمن او یو شمېر لوړپوړو امارتي چارواکو او د رسنیو استازو شتون درلود.
محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال د قزاقستان له بشردوستانه مرستو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې دا مرستې به د بیړنیو حالاتو پر مهال د اړتیاوو له مخې زیانمنو ته ووېشل شي. نوموړي زیاته کړه چې تېره اوونۍ هم د قزاقستان هېواد ۳۶ واګونه خوراکي او غیرخوراکي مرستې د حیرتان بندر له لارې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته رالېږلې وې.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، سریک ژومانګرین، په خپله وینا کې وویل، چې نن مو ۳.۵ ټنه درمل او لومړنۍ روغتیایي مرستې د افغانستان له خلکو سره وکړې او تېره اوونۍ مو هم ۳۶ واګونه خوراکي او غیرخوراکي مرستې رالېږلې وې، او دا لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې معین یو ځل بیا د قزاقستان له بشردوستانه همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې په برخو کې د همکاریو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .