د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غيرخوراکي مرستې ووېشلې
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ژړۍ، پنجوايي، ډنډ او تخته پل ولسواليو کې ۳۱۰ کورنیو ته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غير خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، ۱۰۰ کیلو غنم، ، ۵۰ کیلو وريجې، ۱ تخته کمپله او ۳ جوړه څپلکې ووېشل شوې.
د يادونې وړ ده، چې د دې مرستې په جريان کې ۳۱۰ کسانو ته د ماينونو د خطرونو، وچکالۍ او سيلابونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شو.
نېټه:۱۴۴۷/۰۴/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
