د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کوه زور ولسوالۍ کې د وچکالۍ ځپلو کورنیو سروې ترسره کړه
د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ، د یاد ولایت د کوه زور ولسوالۍ د خلکو د ژوند پر وضعیت د سختې وچکالۍ د اغېزو له امله یاد ریاست د زیانمنو کورنیو د پېژندنې او ارزونې په موخه یوه تفصیلي سروې ترسره کړه. د دې سروې موخه د زیانمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو معلومول او د بېړنیو مرستو د برابرولو لپاره د کره معلوماتو راټولول وو.
یاده سروې د یوې اوونۍ په موده کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د کډوالو چارو ریاست، د کرنې ریاست او د سرې میاشې د استازو په همکارۍ ترسره شوه. د سروې ټیم د کور په کور ګرځېدو له لارې د کوه زور ولسوالۍ د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې کورنۍ وپېژندلې او د پوښتنلیکونو او مخامخ مرکو له لارې یې کره معلومات راټول کړل.
د سروې پایلې ښيي چې ۵۰۰ کورنۍ د وچکالۍ له امله له سختو زیانونو سره مخ شوې دي. د دغو کورنیو عمده ستونزې د څښاک د اوبو جدي کمښت، د کرنیزو محصولاتو او څارویو له لاسه ورکول، او د معیشتي او اقتصادي فشارونو زیاتوالی دي.
د سروې پر بنسټ، زیانمنې کورنۍ په بیړنۍ ډول د څښاک اوبو، خوړو، د څارویو د خوراکي توکو او مالي مرستو ته اړتیا لري. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره په پام کې لري چې له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې او د همکارو ملي او نړیوالو موسسو له لارې د بېړنیو مرستو په برابرولو سره د دې کورنیو ستونزې حل کړي او د هغوی د معیشت په بیا احیا کې مهم رول ولوبوي.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
