د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ORCDG مؤسسې په مالي ملاتړ چې پروژه یې د ملک سلمان بنسټ بشردوستانه مرکز تمویلوي، د یاد ولایت د حصه اول کوهستان، حصه دوم کوهستان، تګاب او محمود راقي ښار اړوند د طبیعي پېښو له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته یوه خیمه، پنځه تختې کمپلې او ۱۹ قلمه د پخلنځي وسایل ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره