د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۴ زیانمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-habitat موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې اړوند ۹۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره