د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٧٥ کورنیو ته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د ده سبز ولسوالۍ په هوټل ناوه، ملا نادر قلا او خواجه چست کلیو کې ٣٧٥ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٥,١٢٠ افغانۍ وو ېشل شوې، چې په ټوله کې د یاد شمېر کورنیو لپاره ١,٩٢٠,٠٠٠ (١ میلیون او ٩٢٠ زره) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱٢/١٧هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره