د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۲۲:۵
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پرېکړې له مخې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP, UNHCR, UNICEF سازمانونو په همکارۍ، په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هیواد له لوري ترسره شوي د هوایي برید له امله ۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د WFP موسسې له لوري ۲۰۰ کیلو اوړه، ۸.۲ لیټره غوړی، ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه ۳ کیلو د ماشومانو مواد، د مېرمنو لپاره WSD مواد، همدارنګه د UNICEF سازمان له لوري ۱۰ هایجن کېټونه، ۱۰ فامیلي کېټونه، ۱۰ ترپالونه، ۱۰ درجن صابون او د پخلنځي مکمل توکي او د دې ترڅنګ د UNHCR سازمان له لوري ۳۰ تختې کمپلې، ۱۰ عدده فلزي باکټ، ۱۰ پایه د ګاز ډبې، ۲۰ روغتیایي کېټونه، ۱۰ د پخلنځي کېټونه، ۲۰ تختې ترپالونه، ۲۰ دستمالونه او ۳۰ عدده صابون یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول. 
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادو سازمانونو څخه مننه او خوښي څرګنده کړه.

نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۳:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورني نړیوالي کمیټې IRC  ترمنځ د ۱۱,۴۵۶,۲۵۷ (یوولس میلونو څلور لکه شپږ پنځوس زره دوه سوه اوه پنځوس) امریکایې ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوه

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ژغورني نړیوالي کمیټې د رئیسې اغلي شرین حسن ابراهیم، د پروګرامونو مسؤل بوستان فهیم، د ارتباطاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۲۲:۶
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٣ بېځایه شوو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، دDRC  او پاملرنې موسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادو موسسو او د WFP  او IOM موسسو د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۵ کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, په ناړي او غازي آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .