د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۲۲:۱۹
news image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال سازمان (WFP)، د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق (UNFPA) او د UNICEF سازمان سره په نږدې همکارۍ، د زیانونو له ارزونې وروسته ۹۶ کورنیو ته چې د وروستیو له سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، اړینې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو نسک، ۲ کیلو مالګه، ۱۸ لیټره غوړي، د ماشومانو لپاره ۳ کیلو شیدې، روغتیایي بستې، کمپلې، د پخلنځي توکي، د بېړنۍ سرپناه کېټونه، سولري څراغونه، پلاستیکي فرشونه او ۳۴ هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، خیمې ووېشل شوې.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارهv

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۲۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

نن ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل سفر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٧٥ کورنیو ته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د ده سبز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د رضاکارو ټیمونو جوړولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره وشوه

پرون سهار د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر منځ تخنیکي غونډه د یادې ادارې په انګړ کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د رضاکارو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .