د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دلارام ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د ویجاړ شوي پُل تخنیکي سروې وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۲:۴۳
324

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دلارام ولسوالۍ په فیروزګي کلي کې د سېلابونو له امله د ویجاړ شوي پُل د بیارغونې لپاره تخنیکي سروې او ارزونه وکړه.

د سروې پایلې ښيي چې یاد پُل د سېلابونو له امله سخت زیانمن شوی او د تګ راتګ وړتیا یې له لاسه ورکړې، چې له امله یې د شاوخوا ۱۵٫۰۰۰ کورنیو پر تګ راتګ مستقیم اغېز شوی او ګڼې ستونزې یې رامنځته کړې دي.

یاد ریاست د دې پُل د ژر تر ژره بیارغونې پر اړتیا ټینګا وکړ، ترڅو د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د ( EOD-01) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوه سیمه کې له تېرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې د سره پل د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د سره پل د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه. 

یاد پل چې څه موده وړاندې یې د بیارغونې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .