د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۱ زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Apr 22 2026 12:49 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ادارې او د (CWSA) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۵۱۰ زیانمنو شویو کورنیو او په لعلپوری ولسوالۍ کې د وروستۍ جګړې له امله ۱۳۱ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۵۱۰ کورنیو هرې یوې ته د (CWSA) مؤسسې له لورې، ۱۰,۹۹۷ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره پینځه میلیونه او شپږ لکه او اته زره او څلور سوه او اویا ( ۵,۶۰۸,۴۷۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې، همدارنګه یاد شمېر کورنیو هرې یوې ته په پورتنیو نغدي مرستو سربېره یو د روغتیا ساتنې کيټ، ۲ عدده د اوبو بشکې او ۱ عدد پلاستیکي سطل هم ووېشل شو او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ۱۳۱ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم، ۳ کیلو بوره، ۱ عدد لاسي څراغ او ۱ عدد پلاستیکي سطل ووېشل شو. 

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خوښي څرګنده کړه، له اړوندو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.  

د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکوي چې د زیانمنو کورنیو ملاتړ به دوام ولري او هڅه کوي چې مستحقو کورنیو ته لا زیاتې اسانتیاوې کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .