د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Life خیریه موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې وویشلې.
د مرستو وېش د مسوولینو په شتون کې ترسره شو، چې هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو اوړه، ٥ لیټره غوړي، ۱۰ پاکټه مالګه، ١٠ کیلو سوجي، ٦٦ کیلو بوره، ٦ کیلو دال او ٦ کیلو مکروني ووېشل شول.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له یاد ریاست او موسسې څخه د مرستو د ترلاسه کولو په پار مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱٧ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
