د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۲ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت سره رود او بهسود ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۱۲۲ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د پنځم قسط ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ۳۵۳,۸۰۰ (۳۵۳ زره او ۸۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره