د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په شینواري، کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې ۱۰۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
