د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٦١ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند ١٦١ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د پنځم پړاو، ٢,٩٠٠ افغانۍ د خوراکي توکو د پېرلو په موخه د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې، چې ټولټال ٤٦٦,٩٠٠ ( ٤٦٦ زره او ٩٠٠ ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکي کې د یادو اړمنو کورنیو لپاره نورې مرستې هم په پلان کې نیول شوې دي.
نېټه: ۱۴۴۶/٨/١٩
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره