د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۸۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۱۲
image

 د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DACAAR، له ماشومانو څخه د ملاتړ، د VDO موسسو او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ملاتړ، د دې ولایت د جلال اباد ښار په ۱ او ۴ ناحیه او همدارنګه په پچیراګام او کوزکونړ ولسوالیو کې ۵۸۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د DACAAR مؤسسې له لوري له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۲۶ کورنیو هرې یوې ته د ۲۰ قلمه غیرخوراکي توکو لرونکی ۱ کېټ، د IOM سازمان له لوري ۲۶۴ کورنیو هرې یوې ته ۱ عدد سولري څراغ، ۱ د پخلنځي کېټ، ۳ تختې کمپلې، ۱۱۲ کورنیو ته چې کورونه یې په نسبي ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته د یادو توکو سربېره د بیا رغونې ۱ کیټ، همدارنګه ۵۲ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو هرې کورنۍ ته د یادو توکو سربېره ۱ باب خېمه، د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې له لوري ۲۶۴ کورنیو هرې یوې ته د روغتیا ساتنې ۱ کېټ او د VDO موسسې له لوري د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، ۹۴ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو په پار له یادو مؤسسو او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .