د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴,۰۹۳ اړمنو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۶
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګري نړیوالو مرستو موسسې (HIA)، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو اندخوی، خانچهارباغ، قرغان، قرمقول، دولت آباد، بلچراغ او پشتونکوټ کې ۱۴,۰۹۳ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال څلوېښت میلیونه او اته سوه نه شپېته زره او اووه سوه (۴۰,۸۶۹,۷۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
همدا راز، په شیرین تګاب، ګرزیوان، بندر او لولاش ولسوالیو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، نیم کیلو مالګه او ۶.۲۵ کیلو دال ووېشل شول. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۹:۲۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسسې ترمنځ د تقریباً (۱) یو میلون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌ نامه لاسلیک سوه 

نن ورځ یک شنبه له غرمې ورسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې د سرپرست رئیس حزب الرحمن او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۸:۴۵
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کوه زور ولسوالۍ کې د وچکالۍ ځپلو کورنیو سروې ترسره کړه

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ، د یاد ولایت د کوه زور ولسوالۍ د خلکو د ژوند پر وضعیت د سختې وچکالۍ د اغېزو له امله یاد ریاست د زیانمنو کورنیو د پېژندنې او ارزونې په موخه یوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۶
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۴۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري د نړیوالو مرستو د موسسې (HIA) په مالي هکارۍ، د یاد ولایت په خواجه موسی ولسوالۍ کې ۱,۶۴۷ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .