د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، د دې ولایت اړوند ۴۲ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱ بورۍ غنم او ۱ بورۍ وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
