د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۹
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په یاد ولایت کې د ګډې کمېټې له سروې وروسته ۹۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، نیم کیلو چای او ۵ کیلو بوره ووېشل شوه. 
د غزنې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي حمدالله بشیر د یادو کورنیو سره د خواخوږي په څرګندولو سره وویل چې د همکارو موسسو له لارې د لا زیاتو مرستو د وړاندې کولو لپاره هڅې روانې دي.
ورته مهال د دې مرستو ترلاسه کوونکو د یاد ریاست دا کار وستایه او د مسؤلینو له لپاره یې د خیر دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۰ هـ ق
 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۶:۱۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اکشن‌اېډ مؤسسې ترمنځ د دوه نوي زره او څلور څلوېښت (۹۲,۰۴۴) ډالرو په ټولیز ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د اکشن‌اېډ مؤسسې له رئیس، سری کانتا میسرا، سره وکتل او د ګډو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۶:۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل سره وکتل

نن یکشنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل، محمد حامد، سره وکتل او د موجودې تفاهم نامې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په لوګر ولایت کې د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې مرکزي پلاوي د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کې، د رضاکارانو لپاره د ظرفیت لوړولو او د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .