د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د زلزلې له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د آیسو موسسې په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز ایبک ښار کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې یوه روغتیایي بسته او د ژمنۍ البسې یوه بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
