د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د شهیدانو او ټپیانو ۲۳ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د وروستي هوایي برید او مرکز اړوند لکڼو سیمه کې د اورلګېدنې له امله د شهیدانو او ټپیانو ۲۳ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې، د ۱۲ تنو شهیدانو ورثه هر یو ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او ۱۱ تنه ټپيانو هر یو ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول درې لکه او پنځوس زره (۳۵۰,۰۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
