د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥١ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۰
news image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM دفتر، د ماشومانو د ملاتړ موسسې، د هنګري دفتر، د ورلډویژن دفتر او د آی ایم سي موسسې په مالي ملاتړ،  د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ او د میمنه ښار په بېلابېلو ناحیو کې ٥١ زیانمنو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې د IOM دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ٣ تختې کمپلې، د سولري څراغونو یو سیټ، د ماشومانو د ملاتړ موسسې له لوري هرې کورنۍ ته د ماشومانو د روغتیا یو کېت، د هنګري دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ٢٠٠ کیلو اوړه، ٢٠ لیټره غوړي، ٢٥ کیلو دال، دو کیلو مالګه، ٢.١ کیلو بسکېټ، د ورلډویژن دفتر موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ٢ تختې کمپلې، د پخلنځي یو سیټ او د آی ایم سي موسسې له لوري هرې کورنۍ ته د حفظ الصحې یو کېت او یو د البسې کېټ ووېشل شول.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .