د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۲ اړمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۲:۲
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د خواجه دو کوه ولسوالۍ او مرکز اړوند ۳۲۲ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۶,۲۶۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اته میلیونه او څلور سوه پنځه پنځوس زره او اووه سوه شل (۸,۴۵۵,۷۲۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۶:۱۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اکشن‌اېډ مؤسسې ترمنځ د دوه نوي زره او څلور څلوېښت (۹۲,۰۴۴) ډالرو په ټولیز ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د اکشن‌اېډ مؤسسې له رئیس، سری کانتا میسرا، سره وکتل او د ګډو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۶:۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل سره وکتل

نن یکشنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل، محمد حامد، سره وکتل او د موجودې تفاهم نامې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په لوګر ولایت کې د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې مرکزي پلاوي د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کې، د رضاکارانو لپاره د ظرفیت لوړولو او د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .