د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۸۶۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWDERO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې ۱,۸۶۸ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲،۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشلې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره پنځه میلیونه او څلور لکه او دوه ایا زره او دوه سوه (۵،۴۱۷،۲۰۰) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له یاد ریاست او مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام غوښتونکي شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
