د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز کوټه عشرو سیمه کې د ویالې د پاکولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز په کوټه عشرو سیمه کې د ویالې د پاکولو پروژه، د خوراکي توکو په بدل کې د کار پروګرام له لارې په بریالیتوب سره بشپړ کړه او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د یادې پروژې موخه د اوبو د منظم جریان برابرول، د کرنیزو ځمکو خړوبول، د سېلابونو د خطرونو کمول او د سیمې د اوسېدونکو د ژوند د شرایطو ښه کول وو.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي احمد شاه ذهین وویل: د ویالو پاکول د قدرتي پېښو د خطرونو په کمولو او د کرنې د ودې لپاره مهم ګام دی او هڅه کوو چې د خلکو په همکارۍ ورته ګټورې پروژې د اړتیا له مخې په نورو سمو کې هم پلې کړو، څو د سیمې د اوسېدونکو لپاره آسانتیاوې رامنځته شي.
