د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د قطر پراختیايي وړتیاوو او کاري مخکښانو موسسې(OTED) په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز کې له سروې وروسته ۱۲۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسئولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول شپږ لکه (۶۰۰,۰۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو ټینګار وکړ، چې له زیانمنو او مستحقو کورنیو سره د مرستې او ملاتړ لړۍ به د همکارو مؤسسو په همغږۍ دوام ولري.
