د تخار ولایت په مرکز کې د ګبیوني دېوال د جوړولو او د سېلابي لارې پاکولو د وقایوي پروژې کار پیل شو
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو د خطرونو کمولو په موخه، د تالقان ښار د آهندرې نوآباد سیمه کې د ګبیوني دېوال جوړولو او د سېلابي لارې د پاکولو د بېړنۍ وقایوي پروژې عملي چارې، د سیمهییزو مسؤلینو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې پیل کړې.
د دې پروژې د پلي کولو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بېړنۍ بودجې څخه څلور لکه او دوه څلویښت (۴۴۲٫۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې دي.
په دې پروژه کې د ۴۰ متره په اوږدوالي او د ۳ مترو په ژوروالي د ګبیوني دیوال جوړول، همدارنګه د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي، ۶ مترو په پلنوالي او ۲ مترو په ژوروالي د سېلابي لارې کیندنه او د رسوباتو پاکول، له ۱۰۰ ساعتونو د درنو ماشینونو د کارونې سره شامل دي، چې ټاکل شوې ده د دوو اوونیو په موده کې بشپړه شي.
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس وویل، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلاب اوبه خپلې اصلي لارې ته واړول شي او شاوخوا ۲ زره کورنۍ او عامه تاسیسات به د سېلاب له احتمالي زیانونو خوندي شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې هرکلی وکړ او د وقایوي پروژو، په ځانګړې توګه د استنادي دېوالونو د جوړولو د دوام غوښتنه یې وکړه.
