د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۱ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۵۰۱ زیانمنو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یوه روغتیایي بسته، نیم کیلو توري چای او ۲۰ پاکټه د اوبو د پاکولو ټابلیټ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
