د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۶۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې پروژه یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري تمویل کېږي، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۹۶۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱کیلو غوړی، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه : ۱۴۴۷/۱۲/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
