د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rahyab
Wed, May 13 2026 10:26 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، د دې ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او رسمآ خلکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.

د ده سبز ولسوالۍ د ترکو کلي د خلکو لپاره چې د څښاک اوبو ته په لاسرسي کې له سختو ستونزو سره مخ وو، د اوبو رسونې په دې پروژه کې، د ۹ متر مکعب اوبو یوه کانکرېټي ذخیره، له فرېم سره د ۶ تختې سولر نصبول، له ۱۳۰ متره پایپ سره د ۲ کیلو واټ آببازک نصبولو سره د اوبو رسونې یوه شبکه جوړه شوه او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د ۵۰ کورنیو ستونزه په بشپړه توګه حل شوه.

همداراز، د فرزه ولسوالۍ په قلعه کریم کلي کې د ابو رسونې شبکه چې د تېرو طبیعي پېښو له امله زیانمنه شوې وه، د ترمیم کار یې بشپړ شو، چې په پایله کې یې د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د یاد کلي د ۴۰ کورنیو ستونزه حل شوه.

د یادو ولسوالیو خلکو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د IOM سازمان له لوري د دې پروژې د کار بشپړولو په پار مننه او قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .